انصار: (د عقرب ۲۸مه)، د پاکستان د جمیعت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمان، چې په افغانستان کې د واکمنو طالبانو یوه مهمه د درناوي وړ مرجع ګڼل کیږي، له پاکستان سره د افغانانو ورځ تربلې مخالفت اندېښمن کړی.
هغه په پېښور کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال ویلي، چې د دواړو هېوادونو خلک دې خپل منځ کې اتفاق وساتي.
د ده په وینا، ځینې لوري د دوی ترمنځ د بې باورۍ د زیاتوالي هڅې کوي.
د فضل الرحمان څرګندونې په داسې مهال دي چې څه موده مخکې د طالبانو د رژیم ویاند ذبیح الله مجاهد هم د پاکستان پر وړاندې د افغانانو د مخالفت زیاتیدو خبر ورکړ او ویې ویل، چې د دغه وضعیت مسوولیت د پاکستان وروستیو کړنو سره تړاو لري.
یو شمېر افغان کارپوهان بیا باور لري، چې پاکستاني استخبارات د ملتونو او حکومتونو ترمنځ د جلا اړیکو د سیاست په نوم په خپلو افغان نفوذیانو کې خپل نفوذ دوامداره کول غواړي.
د دوی په باور، مولانا فضل الرحمان او افغان پلویان یې ټول د پاکستاني استخباراتو په خوله داسې خبرې کوي او هدف یې دا دی چې افغانان په ذهني لحاظ د پاکستان په اسارت کې وساتي.
LINK: https://www.ansarpress.com/english/28554